ایکنا د سویډ د اطلاع رسونې د مرکز له قوله راپور راکړ،د سویډ ریډیوئي خپرونې په یوه راپور کې روښانه کړې ده،عراقي توکمه او په سویډ کې د آسماني کتاب قرآن کریم د نسخو سوځونکی سلوان مومیکاپه راتلونکي اونۍ کې د قرآن کریم دسپکاویو لپاره له خپلو ټولو غوښتنو لاس په سر شوی دی.وئیل کیږي چې تردې دمه هغه کابو د ولس غوښتنې کړي دي..
څه موده مخکې ټيک ټاک چینل هم اعلان کړی چې د سلوان مومیکا اکاؤنټ ئې تړلی دی.هغه ددغه اکاؤنټ له لارې د قرآن کریم د نسخو سوځول په ژوندي بڼه خپرول.وئیل کیږي چې هغه د هرې ژوندۍ خپرونې په بدل کې درې سوه ډالر له ټيک ټاکه اخستل. مومیکا د خپل اکاؤنټ له بندیدا وروسته په یوې نوي مستعار نامې سره دنوی اکاؤنټ پرانیستو پسې هم شوی دی.
له دغې فیصلې د هغه د سرغړونې دلیل تراوسه پورې روښانه نه دی ، ځینو دا د هغه په ضد دګواښونو له زیاتیدا سره اړونده بللی دی او ځ یني نور هم له مومیکا څخه د سویډ دپولیسو دڅيړنو پيلیدا ددغه ډډه کونې عامل ګڼي .
له دې سره په یووخت د سویډ لومړي وزیر اولف کریسټرسن هم په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ،چې ډير زر دسالامی نړۍ له رهبرانو سره لیده کاته وکړؤي او ددوي لپاره به د قرآن کریم له سپکاوي سره خپل مخالفت ورتشریح کړي.الوف کریسټرسن وئيلي دي چې د دروانې میلاډي میاشتې په وروستیو کې به دملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډې کې په نیویارک کې داسلامی نړۍ له مشرانو سره لیده کاته وکړي او د سویډ دریځونه به تشریح کړي.